(CEO) د اقتصادي فرصتونو مرکز
د اقتصادي فرصتونو لپاره د IRC مرکز (CEO) یو غیر انتفاعي پور ورکوونکی دی چې مهاجرینو ته د وړو ډالرو پورونو په برابرولو کې تخصص لري. CEO د متحده ایالاتو د خزانې لخوا د ملي ټولنې پراختیا مالي ادارې (CDFI) په توګه تصدیق شوی او دا مهال په 14 ایالتونو کې فعالیت لري. CEO اوس مهال کوچني پورونه وړاندی کوي چې د کاري کورنیو او نویو امریکایانو د عملي اړتیاو پوره کولو لپاره چمتو شويدی ددغه ضروتونو لپاره پورونه ورکوی (دکریډیټ جوړولو ، موټر پیرودلو ، روزنې لپاره دپیسیو ورکولو ، سوداګرۍ پیل کولو لپاره اوهغه قضیېو لپاره چې په عمومي اقتصادي پیاوړتیا کی د نو راغلو ملاتړ وکړی. CEO په مستقیم ډول د پیرودونکو څخه د پور غوښتنلیکونه نه مني؛ ددی پرځای CEO د IRC او نورو سازمانونو سره د ملګرتیا له لارې کار کوي چې ترڅو دوی پیرودونکو ته مالي زده کړې وړاندې کړی، او بیا دا شریکان خپل پیرودونکي د تمویل لپاره CEO ته راجع کړي.
د CEO ټول د پور غوښتنلیکونه باید د IRC یا SAFE مالي کوچ په مرسته وسپارل شي، بلکی د پورد تصویب په اړه ټولې وروستۍ پریکړې CEO کوي. نو مهرباني وکړئ نورمعلومات دلته وګورئ چې CEO څنګه د پورنو په اړه پریکړې کوي.
د CEO او د دوی د پور د محصولاتو په اړه نور معلومات په دغه ویبپاڼه www.irc-ceo.org کې موندلی شي.
د SAFE پورونه
د SAFE پروژې د یوې برخې په توګه، CEO هغو افغان اشخاصو او کورنیو ته چې د 2021 کال د جولای له 31 څخه تر 2022 کال د سپتمبر د 30 تر منځ د مهاجر/ کډوال، مشروط حالت لرونکی یا د SIV لرونکی په توګه، امریکا ته راغلي دي / راځي په تخفیف سره د موټر پورونه ورکوي. هغه خلک چې دا معیارونه نه پوره کوي یا د دې شرایطو لپاره وړ ندي کولای شي په نورمال نرخونو د CEO پورونو ته لاسرسی ومومي.
یو مهم تازه معلومات: CEOبه د 7/Jun/22 تاریخ څخه وروسته به نور نوي غوښتونکو ته د 0٪ سود سره دموټر، شخصي، تعلیم اود مهاجرت پورونه ور نکړي.دا سند د CEO د فیس پراساس د پور بدیلونو په اړه اضافه معلومات وړاندې کوي.
- هرې کورنۍ ته د SAFE موټرو یوه قرضه
- د SAFE پور په کارولو سره د تمویل شوي وسایطو داخیستو ټوټل قیمت (د فیسونو، مالیاتو په شمول) او هم نشي کولی چه د 30,000 ډالرو څخه موټر قیمت زیات وي.
د موټر د قرضی نورمال سود نرخ د 6.49 - 8.99% ترمنځ دی. د SAFE مستحق غوښتونکي یو تخفیف ترلاسه کوي او د پور تادیې پورې مربوط د 5.49 - 6.49٪ ثابت سود نرخ سره دی قرضی ته لاسرسی لري. که چیرې یو څوک دسود په اړه اخلاقي یا مذهبي اعتراض ولري، موږ د فیس پر بنسټ تمویل اختیارونه په تخفیف لګښت سره لرو.

واجد شرایط بودن وام موتر
د موټرو پورونه د موټر پیرود تمویل لپاره فنډونه وړاندی کوي. د پورتنیو پورونو عمومي اړتیاو سربیره ، پیرودونکی باید لاندې هغه اړتیاوې چې د موټراخیستو قرضی لپاره په پام کې نیول شي پوره یی کړي.
-
SAFE د موټراخیستو معلوماتولپاره په ژوندی بڼه ورکشاپونه وړاندی کوی چه ددغه ورکشاپونو مهالویش دلته کتلای شی
-
د حکومت لخوا صادر شوی د موټر دچلولو جوازیعنی ډریوری لایسنس: د جواز په اړه معلومات د خپل ولایت د موټرو ډیپارټمنټ (DMV) څخه ترلاسه کړی.
- ددوه میاشتو دبانک سټیټمینت: که چیری اماده کولای شی
- د عاید او یا د وظیفی لرلو ثبوت
د موټرود پیرودو پور په اړه نور معلومات دلته موندلی شي.
د ښوونې او روزنې قرضه
د ښوونې او روزنې پورونه: د لنډ مهاله روزنې او د صنعت لخوا پیژندل شوي سند یا اعتبار لاسته راوړلو لپاره دتمویل وړاندیز کوي. د ښوونې او روزنې فنډونه د ښوونې یا مستقیم لګښتونو لپاره کارول کیږی، لکه درسي کتابونه، یونیفورم، او د کورس بشپړولو لپاره اړین تجهیزات.
د تعلیم د قرضی نرخونه
د پورتنیو پورونو دعمومي اړتیاو سربیره ، پیرودونکی باید لاندې هغه اړتیاوې چې د ښوونې او روزنې قرضی لپاره په پام کې نیول شي پوره یی کړي:
-
د روزنیز پروګرام په اړه معلومات (د ښوونې او روزنې لګښتونو او نورو لګښتونو په شمول)لرل.
- ددوه میاشتو دبانک سټیټمینت: که چیری اماده کولای شی
- د عاید او یا د وظیفی لرلو ثبوت
د ښوونې او روزنې پور په اړه نور معلومات دلته موندلی شي.
د مهاجرت پور
د مهاجرت پورونه: پیرودونکو ته د IRC د مهاجرت خدماتو ته انعطاف وړ تمویل ته د لاسرسی وړاندیز کوي چې وشي کړی د UCIS فیسونو او/یا د IRC فعال مهاجرت خدماتی قضیو پورې اړوند نورو لګښتونو تادیه کولو کې مرسته وکړي.
د مهاجرت د قرضي نرخونه
د فیس پر بنسټ د قرضی نرخ
د پورتنیو پورونو دعمومي اړتیاو سربیره ، پیرودونکی باید لاندې هغه اړتیاوې چې د مهاجرت پور لپاره په پام کې نیول شي پوره یی کړي.
-
د IRC د مهاجرت کارمندانو څخه تایید یا راجع کول
- ددوه میاشتو دبانک سټیټمینت: که چیری اماده کولای شی
- د عاید او یا د وظیفی لرلو ثبوت
دمهاجرت پور په اړه نور معلومات دلته موندلی شي.
شخصی پور
شخصي پورونه کوچني قسط پورونه دي چې غوښتونکو ته د دوی مالي حالت دښه والی او اهدافو مالتړ لپاره انعطاف وړ فنډونه وړاندی کوي. په عام ډول استعمال کې د لوړ سود پور بیا تمویل، د موټروترمیم، د امنیت زیرمې/خوځنده لګښتونه یا د غیر ارادی لګښتونو تادیه کول شامل دي.
د پورتنیو پورونو دعمومي اړتیاو سربیره ، پیرودونکی باید لاندې هغه اړتیاوې چې د شخصی پور لپاره په پام کې نیول شي پوره یی کړي:
- ددوه میاشتو دبانک سټیټمینت: که چیری اماده کولای شی
- د عاید او یا د وظیفی لرلو ثبوت
دشخصی پورونو په اړه نور معلومات دلته موندلی شي
په داسې حال کې چې تاسو د مالي روزونکي سره دملاقات لپاره انتظار یاست، موږ تاسو هڅوو چې ترهغی پوری دغه پورته توکی برابر کړئ او دلته د راتلونکو ټولګيود ګډون لپاره ځان ثبت کړی.