Loading...

 بانکی چاری 

د بانک حساب پرانیستل او کارول د مالي خپلواکۍ او امنیت په لور یو مهم ګام دی. موږ دلته به تاسو ته باوري سرچینې، خوندي لاسرسی، او روښانه لارښود درکړو څو تاسې وکولای شئ د امریکا د بانکدارۍ له سیستم سره په اعتماد تعامل وکړئ. له مالي ادارو سره د اړیکو جوړول کولی شي تاسو سره مرسته وکړي څو د خپلو مالي هدفونو د پوره کولو لپاره بېلابېل محصولات او خدمتونه تر لاسه کړئ 

که تاسو په بانکي چارو کې نوي یاست یا د نورو معلوماتو په لټه کې یاست، دا پاڼه تاسو ته د کډوالو او د انګلیسي ژبې زده کوونکو لپاره ځانګړي شوي وسایل، زده کړه او ملاتړ وړاندې کوي. زموږ هدف دا دی چې تاسو سره مرسته وکړو تر څو پوره معلومات ولرئ، خپلی پیسې خوندي کړئ، او یو قوي مالي راتلونکی جوړ کړئ 

 سوال او جواب

د بانک حساب لرل تاسو ته دا اسانتيا برابروي چې خپل پيسې په خوندي او آسانه توګه مدیریت کړئ

  • خونديتوب: زیاتره بانکونه له (ایف،ډی،ای،سی) له خوا تضمین شوي ويډېر بانکونه د پدی معنا چه ستاسو پيسې تر $250,000 پورې د تاوان، غلا، او نورو پېښو پر وړاندې خوندي دي. بانکونه دا هم کوي چې ستاسو د پيسو ساتنه لپاره د درغليو او فریب پر وړاندې د څارنې خدمات وړاندې کوي
  • خونديتوب: زیاتره بانکونه له (ایف،ډی،ای،سی) له خوا تضمین شوي ويډېر بانکونه د پدی معنا چه ستاسو پيسې تر $250,000 پورې د تاوان، غلا، او نورو پېښو پر وړاندې خوندي دي. بانکونه دا هم کوي چې ستاسو د پيسو ساتنه لپاره د درغليو او فریب پر وړاندې د څارنې خدمات وړاندې کوي

       

  • داسی نورو خدماتو ته لاسرسی: کله چې خپلې پیسې په بانک کې کېږدئ، تاسو له یو مالي بنسټ سره اړیکه جوړوئ، چې دا بنسټ نور خدمات هم وړاندې کوي چې ستاسو د مالي موخو په پوره کولو کې مرسته کولی شي، لکه د سپما حسابونه، پورونه، کریډیټ محصولات، د کور اخیستو پورونه (مورګیج)، او د پانګونې خدمات، څو یې نومونه واخلو

جاری حسابونه د ورځنیو لګښتونو او معاملو لپاره کارول کیږي. ته کولی شې هر وخت خپل حساب ته پیسې واچوې یا ترې وباسې، تر هغه پورې چې ستا په حساب کې پیسې وي. چکینګ یا جاری حسابونه معمولاً د ډیبیټ کارت او چک له لارې هم کارېدلی شي، چې دا کار ستا لپاره د پیسو استعمال نور هم اسانه کوي

دسپما حسابونه یو څه ګټه (سود) ترلاسه کوي او د بېړنیو حالاتو یا هغو مالي هدفونو لپاره دي چې ته یې د ځان لپاره ټاکې. د سپما حساب څخه د پیسو ایستلو لپاره محدودیتونه وي، او که له ټاکلي شمېر زیات پیسې وباسې، نو کیدای شي جرمانه درباندې ولګیږي

هر مالي اداره (بانک) د حساب پرانیستلو لپاره خپل ځانګړی بهیر لري، خو ښايي ته باید لاندې معلومات یا اسناد وړاندې کړې: ټولنیز امنیت شمېره مالیې ورکوونکي ځانګړی پیژند نمبر د حکومت له‌خوا صادر شوی پیژندپاڼه لکه د موټر چلولو جواز، پاسپورټ، یا د خپلې هېواد له‌خوا ورکړل شوې پېژند کارت؛ اوستا د لیکونو پته. د زیږون نېټه

زموږ “جاری یا د سپما حساب پرانیستلو لارښود” لاندې وګورئ، څو د حساب پرانیستلو لپاره چمتو شې.

بانکونه یو لړ خدمات وړاندې کوي، لکه د پورونو او کریډیټ محصولاتو ته لاسرسی (شخصي پورونه، د موټر اخیستلو پور، د کور پور یا مورګیج او نور)؛ د سوداګرۍ حسابونه او پورونه؛ د تقاعد او پانګونې محصولات او خدمات؛ موبایل بانکداري؛ د درغلیو او فریبونو څخه ساتنه؛ او د کریډیټ څار خدمات. 
د بانک سره د اړیکې جوړول کولی شي ستا سره د ورځنیو مالي چارو په اداره کولو او همدارنګه د اوږدمهاله مالي هدفونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. 

که بانک ستا اسناد ونه مني، ته کولی شې له هغوی وپوښتې چې ولې ستا اسناد رد شوي، ایا کوم بدیل اسناد ورته وړاندې کولی شې. که هغوی لا هم ستا اسناد ونه مني، ته کولی شې بل بانک یا کریډیټ یونین ته لاړ شې او هلته هڅه وکړې.

د بانکي حساب موندلو او پرانیستلو کې د مرستې لپاره، له سیفمالی روزونکي سره د ملاقات وخت وټاکه.

 دبانک او حساب په اړه معلومات

Bank On 

Bank On بانکونه له سیمه‌ییزو سازمانونو او مالي ادارو سره همکاري کوي، څو خلکو ته د خوندي او ارزانه بانکي حسابونو ته لاسرسی برابر کړي

تصدیق شوي بانک یا کریډیټ یونین حساب کومې ګټې لري؟

  • خپل حساب هر وخت، آنلاین یا حضوري پرانیستلای شې 
  • د اوورډرافټ (منفي بیلانس) هیڅ فیس نه لري 
  • زیاتره حسابونه هره میاشت $5 یا له دې کم لګښت لري 
  • ناڅاپي فیسونه نه لري او اسانه وسایل درکوي چې خپلې پیسې مدیریت کړې 

دلته یو تصدیق شوی حساب پیدا کړی.  

 د بانک په اړه پوښتنی:

یو ملی غیر انتفاعی اداره چه ملي معیارونه یی جوړ کړي دي، خوندي او ارزانه چکینګ حساب ځانګړتیاوې پکې بیان شوي دي
هغه چکینګ حسابونه تصدیقوي چې دا معیارونه پوره کوي، که هغه د بانک وي یا د کریډیټ یونین 

په ملي کچه تصدیق شوي حسابونه هیڅ د اوورډرافټ یا د ناکافي پیسو فیس نه لري، زیاتره یې میاشتنی لګښت $5 یا له دې کم وي، او ته کولی شې دا حسابونه د خپلو پیسو مدیریت، د تنخا جمع کولو، او د بیلونو د تادیې لپاره پرته له اضافي لګښت څخه وکاروې

د تصدیق شوي حساب له لارې، ته کولی شې خپلې پیسې تر کاغذي چکونو ډېر ژر او خوندي جمع کړې او مدیریت یې کړې. د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره فیس مه ورکوه – یو خوندي حساب وکاروه، چې هیڅ د اوورډرافټ فیس و نه لري. 

ستا پیسې خوندي دي، ځکه بانکونه او کریډیټ یونینونه ستا شخصي امنیت جدي نیسي او د معلوماتو د ساتنې لپاره پرمختللي وسایل کاروي. دغه حسابونه همدارنګه د فدرالي حکومت له‌خوا بیمه شوي دي

بانکونه او کریډیټ یونینونه اکثره خپل ویب‌سایټ کې د Bank On تصدیق په اړه معلومات ورکوي، په ځانګړې توګه د حسابونو په پاڼه کې
ته همدارنګه کولی شې www.joinbankon.org/accounts ته لاړ شې، تر څو د ټولو Bank On تصدیق شوو حسابونو بشپړ لېست وګورې

 د Bank On تصدیق شوی حساب پرانیستل ستا لپاره له یوه عادي بانک یا کریډیټ یونین سره د اړیکې جوړولو پیل دی. دا حساب کارت با ید ای ټی ام هم لري، څو ته خپل پیسو ته آسان لاسرسی ولرې 

همدارنګه،تا ته ښايي وروسته له دې چې Bank On تصدیق شوی حساب خلاص کړې، په هماغه بانک یا کریډیټ یونین کې نورو محصولاتو ته هم لاسرسی ومومې – لکه کریډیټ کارت

  

که ته له داسې یوې مالي ادارې سره حساب لرې چې د Bank On تصدیق شوی حساب وړاندې کوي، نو ته کولی شې له خپل بانک یا کریډیټ یونین سره خبرې وکړې او د Bank On تصدیق شوي حساب د پرانیستلو پوښتنه وکړې..
ته ښايي وکولای شې خپل موجوده حساب څخه پیسې مستقیمآ نوي حساب ته انتقال کړې.. 

که ته له داسې یوې ادارې سره حساب لرې چې د Bank On تصدیق شوی حساب نه وړاندې کوي، نو ته کولی شې یو نوی تصدیق شوی حساب پرانیزې: www.joinbankon.org/accounts.
خو باید له خپل اوسني بانک یا کریډیټ یونین سره خبرې وکړې تر څو موجود حساب بند کړې او پیسې نوي مالي ادارې ته انتقال کړې

 ځایي کریډیټ یونینونه

کریډیټ یونین یوه غیر انتفاعي مالي اداره ده چې پیسې قبلوي، پورونه ورکوي، او یو پراخ لړ نور مالي خدمات او محصولات وړاندې کوي.

دلته یو کریډیټ یونین ومومئ

 (جونټوز اوینزاموز) Juntos Avanzamos

د کریډیټ یونینونو یوه شبکه ده چې د ټولنو، په ځانګړي ډول د هسپانوي ټولنو، د پیاوړتیا لپاره کار کوي، د ارزانه مالي خدماتو او محصولاتو له لارې. 

د کریډیټ یونینونه دوه‌ژبي کارکوونکي ګماري تر څو د خپلو مالي ادارو فرهنګي تنوع ته وده ورکړي، او بیلابیل ډول پېژندپاڼې مني، لکه د ITIN نمبر او Matrícula Consular (قونسلګرۍ پېژند کارت). 

دوی له ټولو غړو سره، پرته له دې چې د هغوی د مهاجرت وضعیت څه وي، په درناوي او عزت چلند کوي. 

دلته د (جونټوز اوینزاموز) غړی کریډیټ یونین پیدا کړئ. 

 ویډیوګانی

 سرچینی

 بانکی چاری په امریکا کی English | Spanish | French | Ukrainian | Swahili | Russian | Dari | Arabic | Kreyol

 د جاری یا سپما حسابوپرانیستلEnglish | Dari | Pashto